اختلاس که د نظام سرطان ؟ لومړۍ برخه

 اختلاس که د نظام سرطان ؟
لومړۍ برخه

د لوړو زدکړو يو څښتن ځوان افغان راته خپله کيسه داسي وکړه:
«له هيواد څخه دباندي مي په خپل مصرف په اقتصاد کي په اعلی درجه ماستري واخيستله. بيا خپل هيواد ته ولاړم چي هلته د ... په ښار کي په ګمرک کي انترشيپ يا پراکتيکي څو اونيزه دوره تر سره کړم. له هيواد څخه دباندي په مهاجرت کي زېږېدلی وم او ټول ژوند مي دباندي تېر کړی ؤ. له همدې کبله چي کله ګمرک ته داخل سوم نو راته بعضي راتلونکي همکاران معرفي کړل سول. د هغوی معصومي څهرې، سپېڅلي جامې او د خبرو طرز او لهجې داسي خوند راکړ چي په دا تيرو شلو کالو کي مي نه ؤ ليدلی. په دغه ورځ مي د ګمرک پخواني کارکوونکي وپېژندل چي په ټولو جګړو کي بيا هم په خپل هيواد کي پاته سوي ول او خپلو اولادونو ته يې رزق ګاټه. هغه نوي ځوانان مي هم وليدل چي تازه يې خپل تحصيلات په هيواد کي دننه او دباندي خلاص کړي ول او اوس په دندو بوخت ول.
د کار لومړۍ ورځي لومړي ساعتونه داسي راته د خوښۍ ډک احساس سول، لکه کوم قيدي مرغه چي له قفس څخه آزاد سوی وي او بڼ ته خپلو ملګرو ته رسېدلی وي.
د ورځي په آخره کي له رخصتۍ مخکي د ګمرک هغه کارګر چي د بعضو سره يې ما ورځ تېره کړې وه او په زياتو پوښتنو مي سخت تنګ کړي ول په يو دفتر کي سره ناست ول او وېش يې کاوه. ما په اصل کي غوښتل چي ورسم او ورسره د خدای په اماني وکړم او ورڅخه د ټولو مرستو او جوابونو مننه وکړم. خو د دفتر له دروازې څخه مي لا وليدل چي له هغوی څخه هغه د سپينږري همکار پر ميز په پټو/دسمال کي نوټونه پراته ول او پر راټولو همکارانو يې دغه پيسې وېشلې. په عيني حال کي هغه سپينږري بابا چي د چايو خالي ګلاسونه يې راټول کړي ول له دغې خوني راووت. په دغه سپينږري مزدور پسي پسې سوم چي د ورځي په جريان کي مي لنډ مجلس هم ورسره کړی ؤ. له هغه مي وپوښتل چي د حاجي... په دفتر کي څه خبره وه. بابا راته وخندل ويل خوشمړي يې سره وېشلې. ما ورته وويل چي د څه شي خوشمړي؟ تنخوا خو په بانکي حسابونو کي ورته حواله کيږي. هغه وخندل ويل لومړۍ ورځ دي ده، په ټولو شيانو به پوه سې. هغه وويل دا د مياشتني معاش پيسې نه بلکه د ورځنۍ چای پاڼي پيسې وې.
په هغه ورځ له رخصتۍ مخکي مي د اړونده ادارې کارګر وليد او ورته خپل ليک مي وسپاره چي ماته کوم کار راپېښ سوی او له سبا څخه نور ګمرک ته نه راځم. په دا سبا بېرته له خپل هيواد څخه مسافر سوم او د هميشه له پاره مي له دولتي دفترونو او د انسانانو له لباسي سپېڅلتيا څخه زړه بد سو.»

يادونه: د لیکنو د دغې لړۍ ټول نکلونه رشتيا دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتامبر ۲۴مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page