رايه ورکوونکو په خورا شجاعت سره خپل مسؤليت پوره کړ.

 په دموکراسي کي د رايه اچونې يا نه اچونې حق محفوظ وي. د هغه باوجوده چي زياتو سياستوالو د افغان ولس سره خپلې اکثره ژمني ماتي کړي، د ولس پر پخوانيو رايو يې سودا کړې، د اختلاس پر ضد مبارزې پر ځای يې اختلاس ته وده ورکړې، د جګړې د ختمولو پر ځای يې ورته ادامه ورکړې او د ملت جوړونې پر ځای يې بېلتون ته مستقيمه يا غير مستقيمه لمنه وهلې خو زياتو افغانانو بيا هم و رايه اچونې ته زړه ښه کړ. زياتو افغانانو د رايې له پاره د ځان ثبتونې په ترڅ کي پر ځان ستړياوي ومنلې او د امنيتي ګواښونو باوجوده يې خپله رايه وکاروله. که د نړۍ په بل هر هيواد کي دا ډول امنيتي ګواښ او له پخوانيو ټاکنو منفي تجربه موجوده وای، نو فکر نه کوم چي دومره زيات کسان به رايي اچونې ته ورغلي وای لکه افغانانو چي نن په ټاکنو کي برخه واخيسته. په دې توګه نو زياتو افغانانو د رايه نه اچولو له حق څخه نه بلکه د رايه اچولو له حق څخه ګټه واخيستله.

په دغو ټاکنو کي د ګډون کوونکو شمېر چي هر څومره کم هم ؤ، خو بيا هم دغه ټاکنې او پکښي د نر، ښځي، سپينږري او حتی زياتو معلولينو ګډون پر دې دلالت کوي چي افغانان له جنګ او جګړې ستړي دي او پر ځای يې د رايو له لاري د واک لېږد رالېږد ته ترجيح ورکوي. رايه اچوونکو د خپلو رايو په استعمال سره خپل شجاعت وښود او د افغانستان د بهتر راتلونکي له پاره يې د خپلو هيلو د په حقيقت بدلولو له پاره په خپل آند يو عملي قدم پورته وکړ. دا يوه ښه نخښه وه. بل دا چي په ټاکنو کي بعضي هغو کانديدانو چي پخوا به يې يو بل په راکټونو سره ويشتل، پر تلويزيون په صميمانه فضا کي يو د بل په وړاندي خپل دلايل وړاندي کړل، دا هم يوه ښه نخښه وه.

خو دا چي رايه اچوونکو د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کي په کافي اندازه انتخاب نه درلود او د کانديدانو په ليسټ کي زيات داسي کسان شامل ول چي په اصل کي بايد د بشري حقونو د نقض له کبله محاکمه سوي وای، دا له بده مرغه يوه تراژيدي وه. دا چي افغانانو په دغو ټاکنو کي د يو نوي او بهتر پېل او په خوسا سوې سياسي فضا کي د تازه نسيم او هوا له پاره انتخاب نه درلود، نو دا يوه لويه غميزه وه.

دا چي د سر په قمار د اچول سوو رايو احترام به په کومه اندازه وسي، په کومه اندازه به د رايو د شميرلو په پروسه کي شفافيت او عدالت په پام کي ونيول سي او د رايو اچوونکو هيلو او اميدونو ته به په کومه اندازه مثبت جوابونه ورکول سي، دا به راتلونکی وخت وښيي.

رايه ورکوونکو په خورا شجاعت سره خپل مسؤليت پوره کړ. اوس به وکتل سي چي ازمويل سوي سياستوال او کانديدان به ايا د پخوا په څېر خپلو منفي کړنو ته ادامه ورکړي او که به يې په تګلاره او د مسؤليت پېژندنې په حس کي بدلون راغلی وي. دا به راتلونکي ورځي او اونۍ وښيي چي ايا د رايه اچونکو له خوا د سر د قمار په بدل د رايه اچونې پايلي به د هغوی سره سوي ژمني او د هغوی هيلي پوره کړي او که به د هميشه له پاره له رايه اچونکو څخه د رايه اچونې د اهيمت په تړاو د هغوی مثبت نظر او په دې توګه دغه پاته وروستۍ هيله هم واخيستله سي.

دلته دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي دا به د کوم حساب او منطق له مخي ممکن وي چي ترليون ډالره به يو څوک مصرفوي او انتخاب به د بل چا په لاس کي وي؟ 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۲۸مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page