هر ماښام چي کله دوی به بيدېدل نو
سر له پايه ټول ياداښت يې هېرېدل نو

 د پخوا وختو کيسه ده کنايه ده
مړ ضمير کمزور تدبير ته دا هديه ده
چي ولس د غرونو منځ کي يو آباد ؤ
آباد څه چي ځورېدلی او برباد ؤ
برباد ځکه چي ياداښت يې ډېر کمزور ؤ
پر دا قوم به ځکه تل جبر او زور ؤ
هر ماښام چي کله دوی به بيدېدل نو
سر له پايه ټول ياداښت يې هېرېدل نو
په سهار چي به راويښ سول دا وګړي
کمعقلان به داسي ول لکه سنګړي
نه خبر به ول په ځان نه له جهانه
دا پوښتنه به کوله دوی له ځانه
چي دوی څوک دي، شاوخوا ورباندي څوک دي
څه يې کړي، دوی يو څوک او که هيڅوک دي
د حيوان په شان راويښ به يې طلب سو
د څاښت وخت ته به ظاهر د دوی مطلب سو
لوږې زور چي به پر وکړ په غرمه کي
لا به ګيچ سول د هېر سوي وخت صدمه کي
نو به جوړ د دوی په منځ کي سول جنګونه
له غوسې به يې راتله له خولو زګونه
هله پېل به آدمزادو بيا دا کار کړ
يو انسان به بل انسان و ځان ته ښکار کړ
زيات قتال چي د دوی منځ به هر چا کړ
په ماپښين به هغه څوک دوی خپل پاچا کړ
دا ولس به پر دوو برخو بيا تقسيم سو
اکثر ښکار به څو ښکاريانو ته تسليم سو
له دوی هر څوک چي هرڅومره به ظالم ؤ
هومره زيات به يې عزت او هم تعظيم ؤ
د ظالم دغه ښکاري به مرستيالان ول
پسخورده ته چي به ناست کوم ناسيالان ول
هر ناسيال سره به مل ول ډلې ډلې
نامردان غوړه مالان بې هلې ځلې
ښکار کېدونکو به هميش له دوی پوښتله
د تېښت لاره له نامردو به غوښتله
په دې توګه نو برخوال هر يو سړی ؤ
د قاتل نظام پالونکی هر ګړی ؤ
کله کله به همداسي پېښېدله
ښکار کېدونکو څخه بعضي بېلېدله
هغه څوک چي تېر وختونه يې په ياد ول
له ظالم ناسيال نامرد به په فرياد ول
دوی ويل که سبا ورځ غواړئ آرامه
وينه وبولئ پرځان د بل حرامه
پر ظالم ناسيال نامرد به بريالي سئ
نن پروند درته پياد کړئ ننګيالي سئ
ښکار کېدونکو خو رټل دا ناصحان تل
دوی بلل به يې مجنون او سفيهان تل
شپه به راغله او ستومان به ټول بيده سول
هير په خوب کي به يې زوړ کاته ليده سول
په سهار چي به راويښ سول دا وګړي
دوی هېرجن به ول بيعقل او سنګړي
دوی به بيا د تيري ورځي په تکرار سول
له ظالم ناسيال نامرد به بيا ازار سول


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page