ډاکټر فطرت ته لنډ جواب

د «حقيقت او درواغو»، د «حق او باطل»، د «ښه او بد» او يا هم د «تور او سپين» تر منځ د فرق يا پېژندګلوي مباحثې د انسانانو، انسانيت او د علميت د پرمختګ او د واټنونو او اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره يوه غوره وسيله دي. خو له بده مرغه دا بعضي د لباسي، سطحي او پسویډو علمي مباحثو په مټ سرچپه کار کوي. د انسانانو تر منځ د واټنونو، نفرتونو، تشنجونو او کرکې د رامنځته کولو په نيت د ټيټو احساساتو او حساسيتونو د راپارولو کوښښ کوي. په زياته داسي يو هيواد چې ټولنه يې د لسيزو جګړو له کبله څيري څيري ده اوس يې د زخمونو رغولو او د څيرو د ګنډلو او پيوندولو او د خلکو د سره رانژدې کولو په مقصد تر بل هر وخت مثبتو فکرونو، مباحثو او کارونو ته اړتيا شته.


د منفي مباحثو په جواب کې


بالکل هر څوک د خپل نظر ويلو او څرګندولو حق لري او نبايد چې د خلکو د خولو د تړلو کوښښ وشي. البته د خولو د تړلو او د ممانعتونو د لګولو د هڅې بهتره بديله لاره دا ده چې د لباسيت او سطحيت جواب په ژورتيا، د بې اساسيت او غير علميت جواب په علميت، د کرکې جواب په مينه، د نفاق اچونې جواب په اتحاد، د دست جمعي سودا جواب په عمق او زرګري، د منفي مباحثو جواب په خاموشي او د زخمي کولو جواب د ټپونو په ملهم کولو سره ورکړل شي. لا ډېر کار پاته دی چې دا ټولنه د پرمختګ پر لور حرکت وکړي او هغو موضوعاتو او مسايلو ته خپله توجه واړوي چې په رشتيا اړين او ورته ګتور دي.

ډاکټر فطرت ته لنډ جواب

د ډاکټر صاحب فطرت د نيوکې په جواب کې بايد ووايم چې لطفا دې د فاضل استاد پروفيسور عبدالروف رفيقي «وياړلي» او «درياب په کوزه کې» کتابونه پيدا او مطالعه کړي. د لومړي لس جلده ياد کتاب په متن کې د ۲۲۰۰۰ پښتنو ليکوالانو او شاعرانو تذکرې او په دويم ياد کتاب کې د ۲۴۰۰۰ پښتو کتابونو معرفي راغلې ده. دا صرف هغه ليکوال او کتابونه دې چې استاد رفيقي توانېدلی چې په يوازي ځان يې پيدا او ثبت کړي. معلومه خبره ده چې اصلي شمېر به يې لا زيات وي. ډاکټر صاحب فطرت دې يو ځل قاموسونه ټکی کام ته هم سر ور ايسته کړي چې پکښي تقريبا ۵۰ قاموسونه آنلاين دي چې د ټولو لغتونو شمېر يې تر ۱،۲ مليون زيات دی. پر دغه پاڼه د تقريبا ۲ لکه مسرعو په حجم پښتو اشعار هم شته. معلومه خبره ده چې لا ډېر کار ته اړتيا شته خو هغسي ورانه هم نه ده لکه ډاکټر صاحب فطرت چې يې انګېري. ورته به زما عاجزانه مشوره دا وي چې تحقيق دې وکړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۴ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page