ما د خپل ژوند زيات وخت تلويزون نه دی لرلی

 ما د خپل ژوند زيات وخت تلويزون نه دی لرلی ځکه چې ما د وخت ضياع بللی او اوس يې هم بولم. ما به ليدل چې خلک به تلويزيون ته ناست ول او اکثريت به يې يو پروګرام له سره تر پايه نه کاته، بلکه څو ساعته به يې په دې کې تېر کړل چې دلته چېنل واړوه، هلته واړوه، دا خبرونه وګوره، هغه خبرنامه وګوره... په دې حال کې به يې نيمه ورځ ضايع کړه. نو ما نه غوښتل چې زه هم خپله ورځ ضايع کړم. بل ډېر کم داسي پروګرامونه وي چې په رشتيا دې په دې وارزي چې څوک دې وخت ورته ورکړي.


خو فيسبوک بيا تر تلويزيون لا خطرناک او د وخت ضايع کولو لوی ماشين دی. هغه چې وايي مثبت کار ورڅخه اخيستل کېدلای شي، نو بايد اول زه له خپل ځان څخه پوښتنه وکړم او پر خپل وال وګورم چې څه شی مي کتلی او څه شی مې پوست کړی يا شېر کړی دی؟ چاته او چېري مي تبصره ليکلې يا د چا د تبصرې جواب مې ليکلی دی؟ څه مې په لاس راغلي دي؟


که د ترازو په يوه پله کې هغه وخت واچول شي چې پر فيسبوک مصرف شوی وي او په بله تله کې يې کاروونکي ته رسېدلې ګټه واچول شي، نو فکر کوم چې مطلق اکثريت به نه يوازي په تاوان بلکه د ډېوالي کېدو تر حده په تاوان کې وي.

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page