يو خدای بخښلي ملګري مې راته خپل لاندنی  سرګذشت تقريبا داسي بيان کړی و

 يو خدای بخښلي ملګري مې راته خپل لاندنی  سرګذشت تقريبا داسي بيان کړی و (لوست يې تقريبا لس دقيقې وخت غواړي):


پسله زیات وخته کابل ته تللی وم او ماښام يې په کور کې داسي غوښې پخې کړي وې، چې د نه منلو پنډ پنډ تارونه يې لرل. دا چې زما ورور پخوانی صاحب منصب و، نو له پخوا څخه يې په کور کې د غوښو خوړلو عادت اچولی و او له دې کبله يې ښايي د غوايي، اوښ او ډاينوساور د خوښو فرق نشوای کولای. دا چې تنخوا يې د زيات شمېر ماشومانو لپاره آن صرف د پټاټو رانيولو ته کافي نه وه، نو داسي قصاب يې هم نه پېژندی چې هميشه ورڅخه غوښي رانيسي او په اصطلاح شناخته يې کړي. خدای خبر کوم قصاب د څه شي غوښي پر تېري کړي وې. خو غيرتي دومره و، چې په ژوند يې زما يوه روپي هم نه قبلوله.


خو په هر حال په کابل کې مې په لومړۍ ورځ هيڅ اشتها نه درلوده. خو ورېندارې د شپې د ډوډۍ پر سترخوان خپله ډوډۍ نه خوړله، بلکه سترګې يې زما په غاب کې وې. ما به خپل غاب خالي کړی لا نه و چې دې به بيا را ډک کړ. هر څه عذرونه چې مې ورته وکړل، خو د مور په شان مهربانې ورېندارې راباندې لا نور خوراک پېرزو و.


دا چې معده مې د ځايي ميکروبونو او اوبو سره دا زیات وخت نه وه مخامخ شوې، په اصطلاح ورسره نابلده وه، نو لومړۍ شپه مې تر سهاره د نس له درده تېره کړه. له بده مرغه تشناب هم د کوچني سرای په داسي ځای کې و، چې ورته مخامخ پر دکانچه مې ځوانو ورېرونو خپلې بسترې هواري کړي وې، ځکه چې يو خو ګرمي وه او بل يې کوټه ماته راکړې وه. لالا مې، ماشوم زوی يې او زه د کور له درو کوټو څخه په هغه تر ټولو لوکسه کوټه کې بيده شوو چې پکښي د انا فقيري د ځوانۍ چينيان په يوه زړه المارۍ کې اوډلي قطار ول. په دې بهانه چې ګواکې زه دا چاينکي ګورم، ما المارۍ په سپېرکۍ، کپه يا فليجيل مليجل پسي تلاښي کړه. د ورېندارې د سپمول شوو څو زړو پنځوسيانو علاوه مې بل شی پکښي پيدا نکړ.


ټوله شپه مې د نس له درده سترګه پټه نه کړه. کله چې به مې په نس کې دننه د غوښو او فيرنيو د جنجال ږغونه سره پورته شول، نو ما به داسي ورو ورو د ځان سره په سپک ږغ غاړي تازه کړې. لالا به هم له يو اړخ څخه بل اړخ ته واوښت. البته خوشاله په دې وم چې د لالا خرآری دومره په زوره و، چې تر خيرخانې پوري ښايي چا ورڅخه خوب نشوای کولای، زما د نس دننه ږغونه خو بيخي پکښي ورک ول.


زما د ژوند تر ټولو اوږده دغه شپه خدای يو شانته راباندې تېره کړه. کله چې مې ورېرونه مسجد ته ولاړل، نو زما لپاره لاره هواره شوه چې تشناب ته ولاړ شم. کله چې بېرته دباندې راووتم، نو ماشوم وراره مې پر دکانچه راته په انتظار ناست و او د ځان سره يې پټ پټ کټ کټ خندل. همدا و چې بيا مې په لړمون کې لاس ووهل شو او ارمان راته ودرېد چې کاشکي لا لږ وخت نه وای راوتلی.


له شرم څخه مې لالا ته اصلي خبره نشوای کولای چې غواړم ډاکټر ته ولاړ شم. په دغه فکر کې يم او راتلونکې شپې ته مې سخت وار خطا دی، ځکه چې راته تر مخه لا دغه تجربه لرونکو بهرمېشتو ملګرو ويلي ول چې دا د نس درودنه ښايي يوه اونۍ دوام وکړي. په عيني حال کې په غاښ کې له څادر څخه راکش کړل شوی تار وهم چې پکښي تار پرې شو او هيڅ نه راوځي. بهانه مې جوړه شوه. لالا ته مې وويل چې غواړم د غاښو يو ډاکټر ته ولاړ شم، ولې چې پکښې تار بند دی او نه راوځي. ما ويل د غاښو د داکټر په بهانه به ولاړ شم او د نس دوا به راوړم. خو لالا مې اول لږ حیران شانته شو، خو بيا يې ويل: «امنيت ښه نه دی. پام چې يوازي ولاړ نشي. ستا د ورېنداري د ورور د زوم ګاونډی انارګل خان د غاښو ډاکټر دی. بلکه په ټول کابل کې به تر هغه بل ښه د غاښو ډاکټر نه وي. د چايو وروسته به دې هغه ته به بوزم. کلينيک يې همدلته نژدې دی.»


کله چې له کور څخه راووتلو نو سلام عليکم شروع شو. هر څوک چې تېرېدلی، زما لالا يې پېژندی او ورته به يې سلام کاوه. بعضو به آن ورسره روغبړ وکړ او څو دقيقې به يې ورسره مجلس هم وکړ. لالا مې د هر چا د مريض، د کوژدن يا د ماشومانو د سنتۍ او د کلي د باغ له احوال څخه خبر معلومېدلی. ورسره پر دا ډول موضوعاتو به يې پوښتنه ګروېږنه هم وکړه، بيا به مخ ته تللو. بالآخره د رکشو جوړولو د مستريانو تر منځ د غاښو د ډاکټر کلينيک ته ورسېدلو. کلينيک په اصل کې کلينک نه، آن کتنځای نه، بلکه د خيرنو مستريخانو تر منځ يو خيرن دکان و، چې پکښي د ناشناس هغه سندره ږغېدله: «خط په مخ د صـــنم راغی کـه سپوږمۍ شوه په هاله کې، دا یې غاښ په خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې». کله چې ورداخل شوو يو اړخ ته دوې خيرنې چوکۍ پرتې وې. د دغو چوکيو په ليدلو مې بيا په لړمون کې لاس ووهل شو. لالا مې راته وايي: «کښېنه ډاکټر صاحب به مصروف وي، رابه شي». ما ويل نه لالا زه ولاړ ښه يم. ما لا خپله خبره نه وه خلاصه کړې چې دکان پر نيمايي تقسيم کوونکی ځړېدل شوی يو خيرن ټکر داسي کش کړل شو، لکه د بالشوی تياتر پرده چې وي. د پردې تر شا پر ميز د پوخ عمر يو صوفي ناست و. هغه د سکرو د کان د کاريګر په شان يوه چوربتۍ  ټنګه پر تندي باندې تړلې وه، چې البته د تندې پر منځ نه وه برابره بلکه اړخ ته کږه شوې وه. د هغه مخې ته د کندهاري انارو پوستکي د جيب په يو هوار دسمال کې پراته ول او پر سپينه چپنه يې د انارو غورځېدلي څاڅکي نمايان ول. زموږ د ليدلو سره سمدلاسه د ميز له شا راولاړ شو او لالا ته مې يې غېږه ورکړه، زما سره يې هم داسي مينه وکړه لکه زه چې يې ورک شوی ماشوم يم، او اوس يې پسله کالونو تلاښ څخه بيا موندلی يم. حال دا چې زما لړمون سره اوړي او رااوړي او ټول وخت دعا کوم چې خدای دې وکړي ډاکټر صاحب مې نور نه کښېکاږي. په ستړې مشې کې مې لا لالا ورته وويل چې زما په غاښ کې تار بند دی او نه راوځي. ډاکټر صاحب راباندې لاسونه تاو کړي ول او ويل ښه ښه، ښه شو چې راغلاست. د همدغې خبرې سره سم زما پوزې ته د کالو د صابن بوی او ژبې ته مې د تروو انارو ذايقه محسوسه شوه. پسله څو ثانيو چې مې کله سر خلاص شو، نو پوه شوم چې ډاکټر صاحب د ستړې مشې په وخت کې لا زما خوله خلاصه کړې، لاس يې په رامنډلی او په غاښو کې بند تار يې ورڅخه را ايستلی و. 


وروسته ډاکټر صاحب په زور راباندې هغه انار وخوړل چې ورته هغه سپينږري له خپل باغه رالېږلي ول، چې د دريم واده مخکې يې ډاکټر صاحب غاښونه ورسپين کړي ول. لالا مې ډېر ټينګار وکړ چې ډاکټر صاحب فيس واخلي، خو هغه ويل له مېلمنو او د کورنۍ له غړو څخه هيڅکله فيس نه اخلي.


کله چې له «کلينيک» څخه راووتلو، نو مې لالا پوښتنه وکړه: «په جرمني کې به داسي ډاکټران نلرئ؟» ما ويل: «لالا بېله پوښتنې ګروېږنې يې سمدلاسه زما په خوله لاس رادننه کړ. بس يو دا پاته و، چې پښه يې هم په خوله رادننه کړې وای. دا څنګه ډاکټر و؟» لالا مې ويل: «ته خو هم داسي خبرې کوې، لکه تازه تازه چې له جرمني څخه راغلی يې.» بيا يې پر ښکلي مخ مسکا په خندا بدله شوه او ويل يې: «کله چې کور ته ولاړ شو نو ورېندارې به دې د نس کپه درته راغوښتې وي. خبرې خو د جرمني د خلکو کوې، خو د نس غړومبی دې د پنځو سيندونو والا دی.»


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای پنځمه نېټه
#نيمه_رشتيا_نيمه_افسانه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page