حاجي فضل محمد چې په حاجي فضلو مشهور و، نور ډېر ښه سړی و

 يو شناخته راته د خپل ملګري کيسه داسي بيان کړه(لوست يې تقريبا ۳ دقيقې وخت نيسي):


حاجي فضل محمد چې په حاجي فضلو مشهور و، نور ډېر ښه سړی و، خو په مجلس کې به يې هميشه دوه موضوعات خامخا د اجندا برخه ګرځول: لومړۍ موضوع به يې دا وه چې له نيم سري (د سر درد) څخه څنګه کړيږي او دويمه دايمي تکرارېدونکې موضوع به يې د دويم واده ارمان او له خپلو ملګرو څخه ګيله وه چې په مرکو يې نه ځي.


حاجي فضلو له جرمني، امريکا، هند، دبۍ او بيلو ځايونو څخه د نيم سري دواوې راغوښتي وې، خو نه يې په ځايي ډاکټرانو او نه يې په باندني ډاکټرانو سردرد ليري کېدلی. يو وخت د کراچي څخه راغلي يو ملګري ورته د داسي يو طبيب کيسه وکړه چې د ټيک او د سر له شاوخوا برخو څخه د پوزې له لارې په يو ځانګړي ميتود «د دايمي ريزيشت اوبه راباسي» چې د دغه کس په وينا يادې اوبه عموما د نيم سري اصلي لامل وي.


يو وخت په تجارتي سفر کراچي ته تلم او حاجي فضلو ويل ما به هم خامخا درسره بيايې، ځکه دی په کراچي کي بلد نه و. حاجي هلته راته شله شو چې يو خو به يې خامخا هغه طبيب ته بيايم چې مخکې يې ذکر وشو، او بل يې ويل خامخا به د نصرو جان لور ته د ده لپاره په مرکه ورځم. په پوښتنه پوښتنه د کراچي په لهاړي کې مې هغه طبيب ورته پيدا کړ چې ويل کېدل د سر د درد علاج ورسره دی. طبيب په خپل کور کې د خلکو علاج کاوه او ورته راغلو مراجعينو د هغه سره داسي چلند کاوه، لکه هغه چې کوم پير مير وي. ايکټونه او علامې يې هم همداسي وې. لنډه دا چې کله د حاجي فضلو واری راورسېد نو طبيب ورته يوه لويه کاسه راوغوښتله، ويل مخ په دغه پياله کې ونيسه. بيا يې په لاس کې يو شانته پمبو/مالچو کې کوم مواد وهلي او هغه يې د حاجي فضلو پوزې ته ونيول، ويل د پوزي له لاري سا کش کړه. حاجي نصرو چې دا کار وکړ نو يې يو لږ وخت وروسته له پوزي څخه اوبه رابهېدل شروع شوې. ما هيڅکله فکر نه و کړی چې د يو انسان په سر کې دې دومره اوبه وي. بيا مې فکر کاوه چې ښايي دا د طبيب د تمثيل يوه برخه وي او پکښي يو چل يې جوړ کړی وي، ځکه په اوبو نژدې دا کاسه ډکه شوې وای. بيا هم اوبه راروانې وې او بالآخره ګاټه شانته شوې. ما له ټوکو پر حاجي فضلو ږغ وکړ: «حاجي اوبه ګاټه شوې، داسي نه چې دماغ اوبه شوی او رابهيږي.»


د ياد «علاج» وروسته چې کله بېرته کور ته راغلو، نو حاجي فضلو بيا د سر له درد څخه شکايت کاوه. خو عجبه دا ده چې د هغه وروسته يې بيا يو ځل هم د دويم واده خبره نه ده ياده کړې. حتی که موږ دا موضوع ياده کړو، نو هغه خبره بدله کړي او نه غواړي ورباندې خبري وکړي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای شپږمه نېټه
#نيمه_رشتيا_نيمه_افسانه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page