عموما د غوښې هغه بازاري او تیار خواړه نه خوښوم 

عموما د غوښې هغه بازاري او تیار خواړه نه خوښوم چې زما مخته نه وي چمتو شوي، لکه ساسج او داسي نور. آن د هغو مسلمانانو سره په مېلمستياو کې غوښه نه خورم چې دقيق په خبر ونه اوسم چې صرف حلالې غوښې خورې. 


په هر حال پرون يو ځوان مېلمه راڅخه هيله وکړه چې ورته د ترکانو د اوږي ساسج پوخ کړم. ما هم د مولانا په نوم د ترکانو له هغه دکان څخه ياد مشهور ساسجونه رانيول او کور ته مې راوړل.
په مجلس کې ځوان مېلمه ګيله وکړه چې هر کله چې يې د مسلمانانو يا خارجيانو سره معامله کړېده، پکښې تېر ايستلی يې دی يا بل شانته ورسره درواغ او دوکه شوې. ما ويل د لاس په پنځو ګوتو کې هم فرق وي. هغه ويل نه، د آلمانيانو سره پر معامله هيڅکله نه دی پښېمانه شوی او تل يې صداقت ورسره کړی دی. دغه خبرې مو کولې چې ما غوښتل ساسج خلاص کړم، خو يو ځل مې و ميعاد ته وکتل. ميعاد يې دوې اونۍ تر مخه لا خلاص شوی و.


سمدلاسه په موټر کې کښېنستم او د ترکانو دوکان ته ورغلم او پر دخل ناستې خورکي ته مې وويل چې په غلطۍ کې ښايي تر وخت تېر دغه ساسجان يخچال کې پاته شوي ول او ما را اخيستي. تاسو دا ونيسئ زه به تازه راواخلم. خو کله چې مې په يخچال کې د دغه ډول د ساسج نور پاکټونه وکتل، نو ټول تر وخت تېر ول. سخت ناهيلی بېرته کاسه/دخل ته راغلم او ورته ومي ويل، زه د حلالو غوښو رانيولو لپاره هميشه تاسو ته راتلم. خو له بده مرغه نور به نه ستاسو څخه او نه بل چا څخه داسي ژر غوښې رانيولو ته زړه ښه کړم، ځکه چې دا د اعتبار خبره ده او زما اشتها او اعتبار ته نن سخت زيان ورسېد. هغې ويل: «ورشه د خپلې خوښې  بل ډول ساسج راواخله او پيسې يې هم مه راکوه.» ما ويل نه، مننه.


 ځوان مېلمه ويل: «کاشکي د جرمنيانو له خوا د چرګ، پسه يا غوايي تيارې شوي غوښي راته حلالې وای، نو په ژوند به مې بيا ستاسو څخه سودا نه وای کړې.  ځان ته د مسلمان ويونکو دغو کسانو له شر څخه موږ وطن پرېښود، خو دوی مو دلته هم نه پسي پرېږدي.»

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page