د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow

 د قاموسونه ټکی کام د پروژې له خوا جوړ سوی د پښتو قاموسونو مفت اندرويد موبايل اېپ تر لس زره ځله څخه زياتو موبايلونو ته ډاونلوډ کړل سوی او انسټال کړل سوی دی. دا په داسي حال کي چي د دغه اېپ د خپرېدو څلور مياشتي لا نه پوره کيږي. د پښتو قاموسونو دغه موبايل اېپ د دسامبر په مياشت کي د پښتو ژبي او د دغي ژبي د قاموسونو مينه والو ته په وړيا توګه خپور کړی ؤ. د دغه موبايل اېپ په تړاو د هغه وخت اعلاميه او معلومات پر دغه شين سوي متن په کليک کولو سره لوستلای سئ. 

د قاموسونه ټکی کام پروژه د تيرو تقريبا ۱۳ کالو راهيسي د پښتو زړو قاموسونو د راغونډولو او ډيجيټل کولو او د نوو پښتو قاموسونو د جوړولو له پاره کار کوي. د دغي پروژې په ترڅ کي تر اوسه ۳۰ پښتو قاموسونه آنلاين سوي چي پکښي د پښتو مشهوره قاموسونه لکه درياب، پښتو تشريحي قاموس، د اسلانوف پښتو روسي قاموس او نور ورته قاموسونه شامل دي. 

د کوم وخت راهيسي چي موږ د خپلو قاموسونو له پاره د اندرويد او اېپل iOS مفت موبايل اېپس يا پروګرامونه جوړ کړي دي نو زموږ د وېب پاڼي په کتونکو کي ډېر زياتوالی راغلی دی. د ټولو هغو دوستانو او د پښتو د مينه والو څخه مننه چي د پښتو قاموسونو مفت اندرويد او اېپل iOS اېپس يې ډاونلوډ کړی او استعمالوي يې.

زموږ د اېپ د پروګرامر ځوان اجمل حمزه څخه يوه نړۍ مننه کوم چي د قاموسونه ټکی کام د موبايل اېپ په جوړولو کي يې زما سره بېله معاوضې او په رضاکارانه توګه مرسته وکړه او دغه اېپ يې راته جوړ کړ. کور يې ودان!

يو شمېر دوستان د قاموسونو ټکی کام سره په تماس کي سوي دي او وړانديز يې کړی چي د دغو قاموسونو له پاره دي يو آفلاين اېپ جوړ کړل سي. معنا دا چي دغه اېپ چي څوک يې صرف هغه وخت کارولای سي چي آنلاين آسانتيا ولري، بايد داسي جوړ سي چي بېله انټرنټ څخه کارول يې هم ممکنه سي. خو څو دلايل دا نه ايجابوي چي موږ دا ډول يو اېپ جوړ کړو. يو دليل دا دی چي اوس في الحاله پر قاموسونه ټکی کام ۳۰ قاموسونه پراته دي چي پکښي خورا لوی قاموسونه هم شامله دي. که څوک د دغو ټولو قاموسونو آفلاين اېپ جوړ کړي نو به يې حجم په سلهاؤ ميګابايټه سي. دا ډول لوی پروګرام بيا هر څوک نه سي کولای چي په خپل کمزوره انټرنټ او يا هم کمه حافظه لرونکي موبايل ډاونلوډ کړي. د دې تر څنګ يو شمېر نور موضوعات هم د دې ممانعت کوي چي موږ يو آفلاين اېپ ولرو. 

که د قاموسونه پروژې په تړاو کومه پوښتنه لرئ نو هيله ده چي په لومړي سر کي پر دغه شين سوي متن کليک وکړئ او هلته د تکراري پوښتنو جوابونه ولولئ. په لوی احتمال سره به ستاسو پوښتنه هم انشالله هلته جواب سوې وي.

هيله ده چي تاسو ټول دوستان ما ( احمدولي اڅکزي) په خپلو دعاؤ کي ياد وساتئ چي زه انشالله د پښتو د قاموسونو له پاره هغه کارونه هم بشپړه کړلای سم چي يا مي پېل کړي او يا يې پلان لرم.

 

ستاسو ورور

احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی 

 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
لومړی لاتيني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۲۷ زره لاتيني لغتونه
نوی چينايي پښتو قاموس آنلاين سو - ۱۶۰۰۰ لغتونه
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
د تکراري سوالونو جوابونه FAQ