د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow
source of image: https://www.planet-schule.de/fileadmin/dam_media/swr/die_brueder_grimm/img/grimm1002_7geisslein_im_klassenzimmer.jpg
source of image: https://www.planet-schule.de/fileadmin/dam_media/swr/die_brueder_grimm/img/grimm1002_7geisslein_im_klassenzimmer.jpg

 دغه او ګڼ شمېر نور منثور او منظوم نکلونه پر کوچنی ټکی کام www.kochnai.com هم لوستلای سئ

يوه بزه وه تکه سپينه
ډېره درنه او ښه سنګينه
د بزې کور ؤ په ځنګل کي
کور يې درلود يو څاه بغل کي
اوه د دې بزې بچي ول
بزګړي دا ټول لا کوچني ول
دوی به ويل ښه سبقونه
د کور کول به يې کارونه
د مور په خوله به يې کول زيات
خواږه ول دوی ټول يو تر بل زيات

انګړ بنګړ يې مشران ول
تنګړ ثنګړ يې لږ لويان ول
جنګړ حنګړ د دوی مېنځويان ول
دوی دواړه ښه پوره شوخان ول
کشر خنګړ يې سپينکی ؤ
لږ پنډکی لږ خټکی ؤ
دی ډېر کوچنی ؤ ښايستکی ؤ
لږ بجوجی لږ بنونی ؤ
مور يوه ورځ ويل زړګيانو
زما نانيانو چونګوټيانو

واښه زموږ کم دي ژر خلاصيږي
هغوی ډېر ليري را شنه کيږي
زه بايد ولاړه سمه هلته
وښو د وچو و رېبل ته
بنده به تاسو دروازه کړئ
پکښي به بنده بيا تخته کړئ
هيڅ چي يې خلاصه نه کړئ پام کړئ
په دې خبره ښه پوه ځان کړئ
دلته ليوانان دي شرمښان دي
ټول د وزګړو دُښمنان دي

بيا نو بزې دا خپل بچيان ټول
پر زړګي ونيول چيچيان ټول
مينه يې ډېره سره وکړه
خدای په اماني يې سره وکړه
بزګړو بنده دروازه کړه
بيا يې تخته پکښي سيده کړه
هلته یو شرمُښ ورته پټ ؤ
پنډه يې خېټه پنډ يې څټ ؤ
پټ پټ بيا راغلی دروازې ته
کور د بزګړو او بزې ته

دروازه ده وټکوله
په سوک يې ټينګه ووهله
بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟
«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»
شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم
دروازه خلاصه کړئ د کور يم
وچ وچ واښه مي دي راوړي
پروړ طلايي مي دي راوړي
دروازه خلاصه کړئ نانيانو
نازک هډوکو پنډکيانو»

انګړ بنګړ ويل: « ته نه يې
شرمُښ يې ته او بل څه نه يې
ستا په آواز کي چي غړومبی دی
زموږ د مور نه دی دا پردی دی»
شرمُښ بيا ولاړی و بازار ته
د تباشيرو دوکاندار ته
ويل: « ته راکړه تباشير ډېر
که نه نو کړم به دي زهير ډېر»
تباشير ورکړ دوکاندار ژر
شرمُښ هم وخوړ په تلوار ژر

همدا ؤ ږغ د شرمښ پوست سو
آرام او ټيټ لکه د دوست سو
پټ پټ بيا راغلی دروازې ته
کور د بزګړو او بزې ته
دروازه ده وټکوله
په سوک يې ټينګه ووهله
بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟
«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»
شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم
دروازه خلاصه کړئ د کور يم

آواز مي اورئ چي شيرين دی
پوست دی ښه نرم او سنګين دی
دروازه خلاصه کړئ نانيانو
نازک هډوکو پنډکيانو»
د شرمُښ توري توري پښې
تر يو چولې معلومېدې
تنګړ ثنګړ ويل: «مور نه يې
شرمُښ يې ته او بل څه نه يې
که ته زموږ مور وای نو به سپين وای
تندی به ستا ښايسته او ورين وای»

شرمُښ بيا ولاړی و بازار ته
د سپين اوړو و دوکاندار ته
ويل چي ژر ژر دوړوه يې
اوړه پر ما دي بادوه يې
راته را سپين کړه اندامونه
که نه در ښخ به کړم غاښونه
دوکاندار ډېر ؤ بېرېدلی
هر يو اندام يې لړزېدلی
بوجۍ يوه يې کړه پر خلاصه
د اوړو ډکه له اخلاصه

په دوړه دوړه شرمُښ سپين سو
دوکاندار وژړل غمګين سو
پټ پټ بيا راغلی دروازې ته
کور د بزګړو او بزې ته
دروازه ده وټکوله
په سوک يې ټينګه ووهله
بزګړو وپوښتل چي:«څوک يې؟
«ته يې زموږ مور او که بل څوک يې؟»
شرمُښ ويل: « زه ستاسو مور يم
دروازه خلاصه کړئ د کور يم

وګورئ سپينه يمه سپينه
زه ستاسو مور يمه سنګينه
دروازه خلاصه کړئ نانيانو
نازک هډوکو پنډکيانو»
جنګړ حنګړ ويل: «مور راسه
دروازه خلاصه ده ژر راسه»
دغو بزګړو چي مېنځويان ول
دروازه خلاصه کړه شوخان ول
شرمُښ هم ننوت په کور ژر
دروازه يې بنده کړه په زور ژر

بزګړي ټول ول بېرېدلي
له دروازې ول تښتېدلي
هغوی پټ سوي ول په کور کي
څوک په کندو کي څوک په پروړ کي
چي د ساعت يو المارۍ وه
هغه وه بنده بې کيلۍ وه
خنګړ ؤ پټ هلته خوندي ؤ
په خپله خوښه دی بندي ؤ
بزګړی دا تر ټولو کشر
په پټېدو کي ؤ لوی مشر

شرمُښ هر چيري کښل بويان ژر
شپږ يې پيدا کړل مشران ژر
یو يو يې اچوی و خولې ته
د وږي نس و تاریکې ته
شرمُښ چي موړ سو نو ستومان سو
څاه ته نژدې ورته خوبان سو
بزه چي راغلله و کور ته
کشر کيسه وکړه و مور ته
مور او خنګړ پيدا چاړه کړه
پر يو ډبره يې تېره کړه

شرمُښ ته پټ راغلل دوی دواړه
څوک چي بيده ؤه پنډه غاړه
نس په چاړه يې کړ ورڅيري
چي پر پرتې وي ډيري خيري
يو يو بزګړی يې آزاد کړ
په ښکلولو يې ښه ښاد کړ
بزګړو راوړې بيا ډبري
د شرمُښ نس ته څو سنګړي
نس يې ور ډک کړ په ډبرو
په ښو درنو درنو سنګړو

بزې پر وکړ ښه تلوار بيا
ور وګنډی يې نس په تار بيا
پټ سول بزګړي او هم مور يې
کتل دُښمن ته د خپل کور يې
شرمُښ چي ويښ سو نس يې ډک ؤ
هغه حيران ؤ او هک پک ؤ
ويل:« خوړلي مي بزګړي
که لوی ډبري او سنګړي
دا څنګه تږی يم حيران يم
بدن مي دروند دی پرېشان يم»

نس يې ډېر دروند درد يې په ځان سو
د څاه اوبو ته چي روان سو
لږ چي ور کوږ سو هغې خوا ته
درب سو او ولوېد دی و څاه ته
کيسۍ چي والوتله پورته
زه هم راورسېدم کور ته
خوږو لوستونکو اورېدونکو
د دغه نکل خوښوونکو
حقيقت نه ؤ دا کيسه وه
رشتيا هيڅ نه ؤ افسانه وه
خو درس يې ډېر لوی حقيقت دی
پکښي کي پټ لوی علميت دی
د مور او پلار چي په خوله نه کړي
بچي ناکام به وي ښه نه کړي
عزت د مور او پلار لازم دی
هر هدايت يې د تعظيم دی
تاسو هم خپل د مور په خوله سئ
لا هوښياران سئ لا خواږه سئ


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۳۰مه نېټه، بون
د ليکوال يادونه: دغه نکل ما د آلماني ليکوالانو ګريم ورونو په نکلونو او په همدې شان په ماشومتوب له مشرانو اورېدلی ؤ. خو دا چي ټکی په ټکی ترجمه نه ده، نو ښايي د موجودو بيلو مخکنيو ليکل سوو بڼو سره فرق ولري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل