د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow

 

يو سړی راغلی يو واده ته
کښېنست بيا دی ليده کاته ته
سړی سپينږری ؤ زهير ؤ
کړوپ ؤ پر ملا کوږ يې شاتير ؤ
يو بل مېلمه ورته نژدې سو
ځوان د محفل په قصيدې سو
د جلات خان ويل خوښي ده
د زوی واده نن يې ښادي ده
راغلي دوه زره کسان دي
ټول د محفل شان ته حيران دي
دلته دي ورجي اته رنګه
کباب پسونه څنګ تر څنګه
دولس يوازي سلاتې دي
تر شلو زياتي ښې مېوي دي
غورمې قورمې خو بې حساب دي
سل شربتان خو بس سېلاب دي
لس سندرغاړي دي راغلي
له لس ملکونو دا ښاغلي
د جلات خان د زړه خروښ دی
ښایسته محفل ښه جم و جوش دی
سپينږری غوږ ؤ دې بيان ته
بيا سو ګويان و دغه ځوان ته
ويل زه پلار د جلات خان يم
د خدای له بيري په ګريان يم
ؤ په ډاګونو کي موږ تږي
له شل نسلونو ؤ موږ وږي
اوس جلات خان چي قاچاقبر سو
د دې ساده خلکو رهبر سو
دی درواغجن سياست مدار سو
وطن فروش دی لوی تجار سو
کوي سوداوي د سرونو
خريد فروش د ضميرونو
نن چي بيا جوړه دا مېله ده
له حاضرينو زما ګيله ده
ټول چي راغلي مېلمانه دي
ټول مالداران په نس ماړه دي
دا ملکان دا ملايان ټول
دا ليکوالان دا شاعران ټول
دا جنرالان دا وزيران ټول
دا سياستوال دا وکيلان ټول
دوی ښه خبر دي چي حرام دی
مال زما د زوی د غلا تالان دی
په ښار کي زموږ کونډه يتيم سته
لوږه حاکمه درد عظيم سته
بيا هم حاضر چي دي ډوډۍ ته
د حرام مال حرام خورۍ ته
دوی بل څه نه دي ناپوهان دي
ړانده پر ظلم ظالمان دي
پاته نور ټول غوړه مالان دي
يا ساده ګان بې سوادان دي
داسي ښادۍ داسي ودونه
چي بې حساب يې وي خرڅونه
دا ډګرونه د سياليو
د شوبازيو خاربازيو
د کبر دا لوی سالونونه
دا د اصراف لوی ماشينونه
د شاته پاته خلکو کار دی
د ازل وږو خلکو کار دی

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۳يمه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل