د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow

Note: This is an online dictionary and can’t be downloaded or bought in printed form. 

قافيه په شعرونو کي د بيت د پای هغه کليمې ته ويل کيږي چي د رديف سره مل ورباندي شعر ختميږي او اعاده يې په ورپسې بيتو کي لازمه وي. په يو شمېر ليکل سوو او پرمختللو ژبو کي د قافيو له پاره ځانګړي قاموسونه موجود دي چي پکښي شاعران او د شعر سره مينه لرونکي د قافيو جوړې او لړۍ په آساني سره لټولای سي.

خو پښتو چي زما په فکر ورسره په ژوندي پاته کېدو کي شعر او شاعرانو زياته مرسته کړې ده، تر اوسه د قافيو له قاموس څخه محرومه وه. که څه چي زه شاعر نه يم خو د زيات وخت راهيسي مي په زړه کي د پښتو د قافيوي قاموس د ترتيب کولو آرمان ويښ او هڅاند ؤ. دغه ارمان زما د هغه لوی ارمان او د ژوند د يو مهم مقصد يوه برخه ده چي غواړم د پښتو ژبه د قاموسونو په ډګر کي د نړۍ د پرمختللو ژبو په قطار کي ودريږي.

د الله تعالی لوی احسان دی چي د پښتو مينه والو ته نن زېری ورکوم چي لومړی د پښتو قافيو قاموس بشپړ سو. دغه قاموس چي ما (احمدولي اڅکزي) ترتيب کړی او لا يې د قافيو د انتخاب، ترتيب او تنظيم لړۍ ادامه لري، لومړۍ بڼه مي يې د Pashto Rime Lexicon په نوم پر قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com آنلاين کړه. دغه حتمي بڼه نه ده او پکښي به انشالله په راتلونکي وخت کي سمونونه او تغيرات هم راولم او که امکان برابر سو نو انشالله تصحيح سوې بڼه به يې چاپ هم کړم. د دغه قاموس په اوسنۍ آنلاين کړل سوې بڼه کي تقريبا دوه لکه (يا دوه سوه زره) پښتو لغتونه د قافيه وي ترتيب له مخي راټول سوي دي. د بېلګي په توګه:

هغه لغتونه چي په «باتو» پای ته رسيږي:
باتو ، ايجاباتو ، انتخاباتو ، موجباتو ، جذباتو ، رباتو ، ضرباتو ، محاسباتو ، مناسباتو ، مرکباتو ، نباتو ، حبوباتو ، مجذوباتو ، مشروباتو ، اکروباتو ، لولوباتو ، ترتيباتو ، عجیباتو ، ترکيباتو...

په دغه قاموس کي د ګردان سوو فعلونو تر څنګ ګڼ شمېر خاص اسمونه لکه «امريکا، بورکينا فاسو، احمد،...» او په همدې شان د اسمونو مفرد او د جمعې بڼي هم راغلي دي.

ما د دغه لومړي پښتو قافيوي قاموس اکثره قافيې د خوشال خان خټک، رحمان بابا، حميد مومند، حمزه بابا، قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي، ګل باچا الفت، غنی خان او عبدالباري جهاني له شعري مجموعو څخه اخيستي دي. له يادو شاعرانو د اشعارو څخه په ټوليزه توګه تر ۵۰ زرو څخه زياتو فاقيو دغه قاموس ته لاره پيدا کړې ده. پاتې تقريبا ۱۵۰ زره قافيې د پښتو ژبي د نورو کتابونو څخه اخيستل سوي دي. د دې تر څنګ له يو شمېر معتبره پښتو قاموسونو څخه هم لغتونه اخيستل سوي او په دغه قاموس کي ترتيب سوي دي.

په آخر کي غواړم چي خپلو ټولو درنو وروڼو او خوېندو ته يادونه وکړم چي د شعر د ليکلو په موضوع کي چي د اسلام مبين دين کوم حدود ټاکلي دي، هيله ده چي دوستان ورباندي ځان خبر کړي او له پامه يې ونه غورځوي. 

هيله ده چي تاسو د پښتو قافيوي قاموس د آنلاين کېدو دغه اعلان پر خپلو انټرنټ پاڼو او د سوشل ميډيا لکه پر فیسبوک خپور او شريک کړئ، چي د پښتو ژبي زيات مينه وال په خبر او له دغه قاموس او پروژې څخه مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۸مه نېټه، بون
 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
لومړی سوېډني پښتو قاموس آنلاين سو
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
جرمني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۴۷۰۰۰ جرمني لغتونه
لومړی هسپانوي پښتو قاموس آنلاين سو ـ 53000 زره هسپانوي لغتونه