د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow
source of image: http://www.adweek.com/files/imagecache/node-blog/sa_article/education_2_76708792.jpg
source of image: http://www.adweek.com/files/imagecache/node-blog/sa_article/education_2_76708792.jpg

 

د يو هيواد ؤ يو باچا
خدای کړ يو زوی ورته عطا
باچا غوښتل چي زوی يې وي
ډېر ښه باچا او ډېر ذکي
چي د رايا وي خدمتګار
وي دی عادل او ښه سرکار
همدا ؤ ورکړ باچا زوی
يو لوی عالم ته په زارۍ
ويل سرمشق يې ته د ټولو
د کشر مشر او همزولو
که فلسفه او که منطق دی
پکښي ستا علم ډېر دقيق دی
رياضيات ستا دی مسلک
ورکوې ته پکښي سبق
واخله زما زوی خپل يې شاګرد کړه
ورته ور زده خپل علم ګرد کړه
چي ستا په شان لوی سو عالم
حاضر يې کړه بيا په تعظيم
عالم راضي سو و دې کار ته
لوړه يې ورکړه و دربار ته
وختونه تېر هلک عالم سو
خلاص يې ټول درس او ټول تعليم سو
استاد شاګرد راغلل دربار ته
د خپل باچا و جوړ بنډار ته
باچا ويل اې زما زويکه
د زرين تخث اصلي لايقه
زه نن کوم يو څو سوالونه
ستا څخه غواړم جوابونه
غواړم معلومه کړم ستا پوهه
چي ده سويه ستا د کوم ګروهه
بيا باچا وپوښتل چي څه دي؟
پټ زما په مټ کي چي دي څه دي؟
هلک هم پېل کړل حسابونه
په کار يې واچول علمونه
يو ساعت وروسته بيا ګويان سو
د و خپل پلار ته په بيان سو
څه چي ستا مټ کي په ځلا دی
ويل جوړ سوی له طلا دی
جوړښت يې بالکل حلقوي دی
غمي لري منځ يې خالي دی
باچا ويل درست دي بيان دی
پټ ټول حالت درته عيان دی
خو اوس جواب غواړم زه ځوانه
پټ مي په مټ کي څه دی ګرانه
هلک ويل قيمت تر عاج دی
پټ ستا په مټ کي ستا خپل تاج دی
په دې جواب دربار حيران سو
څوک وارخطا څوک پرېشان سو
مټ تړل سوی د کيڼ لاس
باچا په رېږد سره کړ خلاص
په مټ کي پټه طلايي وه
ګوتمۍ چي ښکلې او شاهي وه
مخ باچا واړوی عالم ته
ويل حيران يم تا ظالم ته
ښوولې تا ده دا څه پوهه
چي هلک دی داسي ناپوهه
عالم ويل والاحضرت
ډک ؤ زما زړه هم له حسرته
چي علم ټول ورته ورزده کړم
حتی زه پوهه ور کوزده کړم
ثبوت يې دا رښتيا بيان ؤ
چي دی په نخښو کي ګويان ؤ
چي ستا په لاس کي طلايي ؤ
څيز قيمتي او حلقوي ؤ
خو دا چي تاج تر مټ ډېر غټ دی
د دې هلک له منطق پټ دی
هر څه که زدکړي څوک علوم
قانون فطري دی يو معلوم
چي غير حاضر پکښي منطق وي
تعليم عبث ستړی ناطق وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۶مه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل