د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
ولي غير پښتو لغتونه کاروې؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
previous arrow
next arrow
Shadow
source of image: http://images.fineartamerica.com/images-medium-large/peacock-feather-1-of-3-evelyn-spatz.jpg
source of image: http://images.fineartamerica.com/images-medium-large/peacock-feather-1-of-3-evelyn-spatz.jpg

 

د پخوانو وختو کيسه ده
د تېر تاريخ يوه حصه ده
په ليري پروت يوه هيواد کي
په يو ښايسته کشور آزاد کي

 

د باچاهۍ پر تخت زرين
باچا ځوان ناست ؤ ډېر ذهين
هغه شاکر ؤ له خپل خدايه
چي رسېدلی تر دې ځايه

 

خو يوه شپه باچا بيده ؤ
بدن يې ټول په رېږدېده ؤ
باچا په خوب ليده بڼکه
له صفتونو څخه ډکه

 

د طاوس دا بڼه ښايسته وه
په زر رنګونو آراسته وه
پاچا چي ويښ سو په سهار
ؤ دی مين، زړه يې ازار

 

امر يې وکړ چي حاضر سي
يو هنرمند د ده اجير سي
او ورته رسم ښه تابلو کړي
بيا آراسته يې په رنګو کړي

 

ورته انځوره کړي بڼکه
خوب کي چي وه له وړانګو ډکه
همدا ؤ راغلل و دې ښار ته
نقاشان ټول د ده دربار ته

 

جوړي سوې ډيري تابلوګانې
لويي کوچنۍ او هم مېنځوياني
خو باچا ؤ بيا هم غمګين ډېر
خوب ويل زما لا ؤ رنګين ډېر

 

ورځي سوې تيري شپې سوې تيري
لس کاله تېر لس مياشتي نوري
هنر مند نوی راغلی ښار ته
حاضر سو دی و دروند دربار ته

 

ويل که راکړې ماته وخت ته
بيا به نو ووينې خپل بخت ته
درته به جوړه زه تابلو کړم
درته به يې ډکه له رنګو کړم

 

بڼکه ښکلې له فکرونو
رسم به کړم ستا له خوبونو
فارغه سوه چي زما له لاسه
حال به زه درکړم چي سوه خلاصه

 

خو راکوې به راته وخت ډېر
صبر ښه ډېر او هم مهلت ډېر
نه به کوې وکړه ته ژمنه
وروسته تر دې کومه پوښتنه

 

باچا راضي سو ويل ښه دی
دلته کمښت د هيڅ شي نه دی
بيا يې هم ورکړل جايدادونه
نقاش ته ښکلي القابونه

 

شپه ورځي مياشتي او کلونه
کرار کرار تېر سول وختونه
په انتظار کي ډېر زهير سو
باچا سپين ږری سو او پير سو

 

ارمان پر زړه يې د تابلو ؤ
د ښې بڼکي د رنګو ؤ
همدا ؤ ولاړی هنرمند ته
دغه ښاغلي ثروتمند ته

 

ويل مريض يم او زهير يم
ځواني مي ولاړه نور زه پير يم
ژوند مي عبث سو په دې لار کي
ستا د تابلو په انتظار کي

 

نقاش راواخيستل برسونه
يو سپين کاغذ او څو رنګونه
تابلو سوه جوړه په کتو کي
په څو شېبو او دقيقو کي

 

باچا مین پر دې تابلو سو
فکرونو يووړ په خوبو سو
چي ځان ته راغلی پرېشان سو
باچا له حده زيات حيران سو

 

ويل چي ژر دي جوړوای سوای
داسي دي ښکلې رسموای سوای
تېر دي په ما ولي کلونه
کړل هم په ما انتظارونه

 

سزا ستا دا ده چي په دار سې
مسؤل ته زما د لوی ازار سې
نقاش ويل اې مهربانه
خبر کړه ځان له ټول داستانه

 

بيا يې باچا بوتلی لوی ځای ته
سالون يو لوی د کور و پای ته
سالون ؤ ډک له کاغذونو
رنګه بڼکو د رسمونو

 

نقاش ويل دا تېر کلونه
ما کول دغه تمرينونه
بڼکه څنګه ستا د خوب زه
رسم چي کړم په چټکوب زه

 

ستا د راتګ مخکي پوره سو
رسم زما ښکلی پخته سو
باچا چي پوه سو نو آرام سو
پوه د نقاش په هسک مقام سو

 

نو تکامل ته خواهشمنده
واوره خبره عقلمنده
د تکامل په لار کي ځنډ دی
هنر دی اوږد خو زموږ ژوند لنډ دی

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۱۴مه نېټه، بون

يادونه: د يوناني حکيم بقراط له جملې
«Ὁ μὲν βίος βραχύς, ἡ δὲ τέχνη μακρά»
يا «O mén víos vrachýs, i dé téchni makrá»
يعني «ژوند لنډ، هنر (علم) اوږد دی» څخه

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل