پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟ لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
نر څوک او دله څوک دی؟
پښتو فلمونو حیران کړم
پښتو فلمونو حیران کړم
د آلمان حکومت غواړي چې د مهاجرو اخراج آسان او چټک کړي
د آلمان حکومت غواړي چې د مهاجرو اخراج آسان او چټک کړي
د «افغانستان ولې نه جوړيږي؟» پوښتنې جواب
د «افغانستان ولې نه جوړيږي؟» پوښتنې جواب
ماشومان مو په موبايل مه معتادوئ
ماشومان مو په موبايل مه معتادوئ
انځورونه، ويډيوګانې او نوره ډېټا مو څنګه خوندي کوئ؟
انځورونه، ويډيوګانې او نوره ډېټا مو څنګه خوندي کوئ؟
previous arrow
next arrow
پښتانهٔ اريايان که بني اسرائيل دي؟
ايا «ے» په رشتيا د اردو «ے» ده؟
د پښتو ياګانې رحمت که زحمت؟
بلوڅي د ډيجيټلايزېشن پر لور
د زمري لور او ستنه ـ لنډ نکل
هله د چا د زړه درب شي...
پښتانهٔ او د ظاهري ښايست ايډيالونه
تر ټولو ترخه تجربه...
د پوهنتون د امتحان پر وخت ...
شعور، پوهه او تمدن يو ملت ته ...
تنخواوې ورکول کيږي، ملازمين غايب دي...
د خوشحال بابا ارزښتونه او افغان دولت ـ شل هنرونه، شل خصلتونه
زاړهٔ عاشقان ـ لنډ نکل
خامخا بيا راشئ، اوکې؟  لنډ نکل
مېرمنې، لنډۍ او داستانونه...
د افغانيت رنګ
په پېښورۍ املا زما ړومبے پوسټ همدغه دے
قاموس کې د لغتونو د غوراوي او حذف اصول کوم دي؟
«د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه نيول»
د ښايستې نجلۍ په تلاښ کې
پښتو ليکدود ـ ستونزه په ماشومانو کې نه په سپينږرو کې ده!
تاسو دوه چې څه سره کوئ...
عجب خلک دي! بيخي عجب!
ماشومانو ته څنګه خپله مورنۍ ژبه ور زده کړو؟
نر څوک او دله څوک دی؟
پښتو فلمونو حیران کړم
د آلمان حکومت غواړي چې د مهاجرو اخراج آسان او چټک کړي
د «افغانستان ولې نه جوړيږي؟» پوښتنې جواب
ماشومان مو په موبايل مه معتادوئ
انځورونه، ويډيوګانې او نوره ډېټا مو څنګه خوندي کوئ؟
previous arrow
next arrow
Shadow

 

نوټ: د دغه پروګرام د ډاونلوډ کولو او د دغه پروګرام د استعمال د ښوونيزي ويډيو لينکونه د متن په آخره کي موندلای سئ.

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله پښتو نن د کمپيوتري قاموسونو په ډګر کي نه يوازي دا چي له خپلو سيالو ژبو څخه مخته سوه بلکه په یاد ډګر کي د پرمختللو ژبو سره په يو قطار کي ودرېدله.

د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره د ځانګړو مفت اېپس يا پروګرامونو د خپرولو وروسته اوس قاموسونه ټکی کام پروژه www.Qamosona.com خپلو هيوادوالو ته يو بل لوی او مهم زېری ورکوي. دا زېری په دې ډېر مهم او لوی دی ولي چي په دغه نوي اقدام سره د پښتو قاموسونو استعمال د اکثريت کمپيوتر او انټرنټ لرونکو له پاره په بې سارې توګه آسانه کړل سو.

قاموسونه ټکی کام پروژې د کمپيوتر له پاره اوس يو داسي پروګرام جوړ او آنلاين کړی چي هر څوک يې په مرسته د خپل کمپيوتر څخه په ډېره آسانه او لنډه لاره د قاموسونه ټکی کام په ټولو قاموسونو کي د لغت د معنی له پاره لټون کولای سي. د دغه پروګرام د استعمال له پاره د انټرنټ درلودل حتمي دي.

دغه پروګرام د تکړه ځوان افغان کمپيوتر پوه ښاغلي اجمل حمزه (انځور يې لاندي کتلای سئ) له خوا د قاموسونه ټکی کام پروژې له پاره جوړ کړل سوی دی. دغه پروګرام ته ورته د نورو ژبو له پاره د اسرائيل يو پروګرام تر مخه وجود درلود چي پر هر استعمالوونکي کمپيوتر يې په سلهاؤ ډالره کلني د لايسنس لګښتونه راتلل. خو د ښاغلي اجمل حمزه له خوا کوډ سوی دغه پروګرام به د قاموسونه ټکی کام د نورو ټولو خدماتو په څېر مفت او بلا معاوضه وي.اجمل حمزه

د دغه تازه انلاين کړل سوي سافټ وېر يا پروګرام په مرسته کارونکي په تقريبا ۶۵۰ زرو لغتونو او د هغوی په تقريبا دوه مليونو څخه زياتو معناؤ کي له خپل کمپيوتر څخه لټون کولای سئ.

دغه نوی آنلاين کړل سوی پروګرام چي هر څوک يې له قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه په وړيا توګه ډاونلوډ او بيا په خپل وينډوز ۷، وينډوز ۸ او وينډوز ۱۰ سيسټمونو کي انسټال کولای سي، د پښتو او انګريزي ژبي د پښتو لغتونو د لټون له پاره د يو کاروونکي د نقل قول له مخي «تقريبا جادو ته ورته» فنکشن يا تخنيکي آسانتيا هم لري. دغه پروګرام د وينډوز ايکس پي او لا زړو سيسټمونو له پاره کار نه کوي.

«جادو ته ورته»

کله چي څوک پر انټرنټ يا په خپل کمپيوتر کي کوم متن لولي او په کوم پښتو يا انګريزي لغت يې سر خلاص نه سي، نو کولای سي دغه لغت اول هايلايټ يا انتخاب کړي او بيا کله چي د Control+C يعني پر يو وخت د Ctrl او د انګرېزي د C د توري کلۍ ووهي نو د قاموسونو انسټال سوی پروګرام پخپله په دغه لغت پسي په ټولو شته قاموسونو کي لټون کوي او پايلي يې په يو پاپ اپ يا راڅرګندېدونکې کړکۍ کي ښيي. خو د دې له پاره اړينه ده چي چا د قاموسونه ټکی کام په پروګرام کي اړونده خانه چي د «Translate a word when i copy it into the clipboard» جملې څنګ ته ده، فعاله يا ټيک مارک کړې وي. په بله اصطلاح کله چي څوک کوم لغت د کنټرول سي په مرسته و کليپ بورډ ته ولېږي نو په اوتوماتيکه توګه د هغه د معنی له پاره لټون کيږي او پايلي يې په يوه کړکۍ کي ښودل کيږي. لکه په بېلګه کي چي په moderator لغت هايلايټ کړل سوی دی.

خو دلته دا ډېره مهمه ده چي اړونده خانه د کار پای ته رسولو وروسته بېرته غېر فعاله کړل سي او ټيک مارک يا د صحيح نښان په ورباندي کليک کولو سره ليري کړل سي. هغه په دې وجه چي که دغه فعاله وي نو هر وخت او هر چيري چي په دغه کمپيوتر کي کوم لغت يا متن د کنټرول سي په مرسته کليپبورډ ته لېږدول کيږي، نو په هغه پسي په اوتومات لټون کيږي او پايلي به يې ښودل کيږي. دا کار به په غېر ضروري توګه د قاموسونه ټکی کام سرور تر زيات فشار لاندي راولي او ښايي سرأت يې ټيټ سي.


د انګرېزي لغتونو ږغيز تلفظ

د وينډوز سيسټم لرونکو کمپيوترونو دغه پروګرام د ګڼ شمېر انګرېزي لغتونو تلفظ د آوډيو په شکل کي هم وړاندي کوي. استعمالوونکي کولای سي چي د زيات شمېر انګرېزي لغتونو هم امريکايي او هم برېتانوي تلفظ واوري.

انځوريزه پايلي

يو شمېر د انګرېزي ژبي لغتونه داسي هم دي چي په دغه پروګرام کي يې په متن کي د معنی ښودلو تر څنګ د هغه انځور هم ښودل کيږي. د بېلګي په توګه که څوک په دغه پروګرام کي په banana پسي لټون وکړي نو نه يوازي به د دغه لغت معناوي بلکه انځور هم وښودل سي.

د قاموس ليکونکو سره مرسته

د قاموسونه ټکی کام له خوا خپور سوی دغه نوی پروګرام به د هغو کسانو کار زښت آسانه کړي چي د پښتو پر قاموسونو کار کوي. کله چي دغه کسان له بلي ژبي و پښتو ته او يا له پښتو څخه و بلې ژبي ته يو لغت ژباړل غواړي، نو کولای سي چي په ډېره چټکه توګه د دغه پروګرام په مرسته وګوري چي په مخکنيو قاموسونو کي دغه لغت څنګه ژباړل سوی او په کومه املا ليکل سوی دی. د دې تر څنګ د دغه لغت په تړاو د ګرامري ځانګړتياؤ او په همدې ډول د تلفظ بېلګي هم ژر کتل کېدلای سي. په دې توګه د نوو قاموس ليکونکو کار تر زياتي اندازې آسانه او لنډيږي.

ښايي زيات دوستان د دې پوښتنه وکړي چي ولي دغه پروګرام د ټولو قاموسونو سره آفلاين کار نه کوي. د دې يو شمېر وجوهات دي چي یوه له دغو څخه د ټولو قاموسونو لوی حجم دی. که موږ ټول قاموسونه په يو سافټوېر کي د آفلاين پروګرام په توګه ځآی کړو نو به يې حجم څو ګيګابايټه وي چی د هغه ډاونلوډ کول او کارول به سخت مشکل کار وي. دويمه خبره د کاپي رايټس يا د چاپ د حقونو ده. بل لامل چي موږ دغه آفلاين نه دی جوړ کړی دا دی، چي په قاموسونو باندي زه په دوامداره توګه کار کوم او هغه بهتره کوم او پکښي زياتونې کوم. د اوسني آنلاين ورژن ګټه به دا وي چي استعمالوونکي د ټولو نوو تغيراتو او نوښتونو څخه ګټه اخيستلای سي.


د ګوګل ټرانسلېټر په پښتو برخه کي مرسته

زيات هغه کسان چي د ګوګل ټرانسلېټر په پښتو برخه کي په داوطلبانه توګه کار کوي، هغوی تر مخه لا د جملو د ژباړلو او د ګوګل د پښتو پانګې د بډايه کولو له پاره له قاموسونه ټکی کام څخه کار اخلي. خو د دغه نوي پروګرام په مرسته به دغه کار انشالله لا زيات چټک او آسان سي.

ښوونيزه ويډيو

موږ کوښښ کړی چي دغه پروګرام د استعمال له پاره ډېر ساده او آسانه وي، خو که بيا هم په لومړي سر کي د کارونکو سر په خلاص نه سي، نو دي لطفا حوصله له لاسه نه ورکوي او پخپله او يا د بل دوست په مرسته دي د دغه پروګرام کارول زده کړي. د دې تر څنګ دي د قاموسونه ټکی کام پاڼه څاري. ما د دغه پروګرام د استعمال د طريقې د ښودلو له پاره يوه ښوونيزه ويډيو هم جوړه کړې ده چي تاسو يې لينک د ليکنې په پای کي موندلای سئ.

شکر

د دې څخه ترمخه چي زه د قاموسونه ټکی کام پروژه تقريبا څوارلس کاله ترمخه پېل کړم، زما لوی ارمان دا ؤ چي د انګليسي پښتو قاموس ډيجيټل او آنلاين کړم. خو اوس د خپل رب حمد و ثنا وايم چي زما سره يې کومک کړی چي زما د مهاجرت د سرګردان او مصروف ژوند باوجوده خپلو کړېدلو افغانانو ته په تيرو ديارلس کلونو کي هميشه ښه خبرونه او د پرمختګ زېري ورکړم.

دغو کړېدلو او په بدو خبرونو اورېدلو عادي سوو افغانانو ته په ښه خبر رسولو کي زما حرص د دې لامل سوی چي بعضي وختونه مي تر ځان درانه بارونه هم پورته کړي او پکښي تر يوې اندازې الحمدلله بريالی سوی يم. خو د دغه پروګرام چي اوس يې درسره اعلان شريکوم خوښي پخپله زما له پاره تر حده زیاته ده. ولي چي ما تقريبا لس کاله تر مخه يو ورته زښت ګران قيمته سافټ وېر چي په اسرائيل کي جوړ سوی ؤ استعمال کړی ؤ او دا مي ارمان ؤ چي يو وخت موږ د پښتو له پاره هم داسي يو سافټ وېر ولرو. نن الله زما هغه ارمان راپوره کړ او پښتو د کمپيوتري قاموسونو په ډګر کي پر يو داسي لاره روانه سوې چي ما يې تر مخه خوب لا نه ؤ ليدلی. دا په داسي حال کي چي الحمدلله تر نن پوري په دغه کار کي نه و کوم شخص او نه و کوم سازمان يا حکومت ته په اقتصادي توګه اړ سوی يم او نه مي الحمدلله له چا څخه يوه پيسه غوښتې يا ترلاسه کړې ده.

تاسو ټولو ته د قاموسونو په ډګر کي د پښتو د دغه پرمختګ له کبله مبارکي وايم او درڅخه هيله او خواست کوم چي اجمل حمزه، ما احمدولي اڅکزي او د پښتو قاموس ليکنې په ډګر کي ټولو کارکوونکو کسانو ته د زړه له اخلاصه د خير دعا وکړئ.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

احمدولي اڅکزی
د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۳يمه نېته، بون، جرمني

 د دغه پروګرام د ډاونلوډ له پاره پر دغه کرښه کليک وکړئ يا لاندني لينک ته مراجعه وکړئ.
http://www.qamosona.com/j/index.php/download

د دغه پروګرام د استعمال د زدکړي له پاره لاندنۍ ويډيو وګورئ او يا پر دغه لينک کليک وکړئ:

 

https://youtu.be/xivyiGwL4us

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
سوېډني پښتو قاموس د موبايل تليفونونو له پاره
جرمني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۴۷۰۰۰ جرمني لغتونه